کابل کې د وسایطو یو غل له غلا شوې واسطې سره ونیول شو

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۶:۵۷
1

نن غرمه د کابل ښار د پينځمې ناحیې د یوه اوسېدونکي یو عراده لېږدوونکې واسطه د یادې ناحیې په "نیازبېک" سیمه کې غلا شوې وه.

پولیس د دې قضیې تر خبرېدو وروسته د غلا شوې واسطې او غل د موندلو په پار ګړندی لازم اقدام ترسره کوي، چې په پایله کې د ښاري ګزمې لخوا غلا شوې واسطه له یوه غله سره یو ځای په قرغې سیمه کې تر پېژندنې وروسته نیول کېږي.