فاریاب کې د ترهګرو طالبانو برید د ۸ ترهګرو په وژل کېدو او د ۶ طالبانو په ټپیانېدو پر شا وتمبول شو

تېره شپه ترهګرو طالبانو د فاریاب ولایت د قرمقل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او بریدونه یې پر شا تمبول شوي دي.
د دواړو لورو د نښتې په ترڅ کې اته ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې نښته کې پینځه امنیتي او دفاعي سرتېري هم برسېرن ټپيان شوي او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.