تخار کې د نامسووله وسله‌ والو یوه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۳ - ۱۸:۳
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د تالقان ښار په نهرچمن سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه نامسووله وسله وال نیولي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې یو نامسووله وسله وال له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
یادو کسانو د قتل، وسله والو غلاوو او باج اخیستنې په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او له دې کسانو څخه څو میله وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.