غزني کې د ترهګرو طالبانو بې‌رحمه جنایت؛ طالبانو درې ملکي وګړي او د ملي پولیسو دوه منسوبین تر ډزو وروسته سوځولي 

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۱۳:۵۸
1


د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت په غزني ولایت کې د ترهګرو طالبانو بې‌رحمه او بشر ضد جنایت په کلکو ټکو غندي او د ترهګرو د اسلامي ارزښتونو ضد دا کړنه به بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.
پرون له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۵ دقیقې ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په "قیاق دره" کې پر یوه شخصي موټر چې درې ملکي وګړي او د ملي پولیسو دوه منسوبین یې سورلي وه، برید کړی او تر ډزو وروسته یې د یادې سورلۍ جسدونه سوځولي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.