درېیو ولایتونو کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۴:۹
1

تېره ورځ د هرات، کاپیسا او خوست ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ګڼو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د وژنې او وسله‌والو غلاوو په تړاو نیولي دي.

همداراز د کاپيسا ولایت پولیسو هم د حصې دوم کوهستان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې نامسووله وسله‌وال چې د ځايي خلکو د ځورونې لامل کېدل، نیولي دي.

بل‌خوا د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم د خوست په اړوند سیمو کې درې نامسووله وسله‌وال نیولي دي.
له تورنو کسانو څخه څو میله وسلې او درې عرادې غلا شوي موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.