ننګرهار او نیمروز کې ۷۵ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د یو میل وسلې سربېره، ۷۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
دا نشهيي توکي چې د تریاکو له ډوله دي، د غنيخېلو ولسوالۍ په "جوی ۲۸" کلي کې د یوه قاچاقبر له کوره ترلاسه شوي دي.
بلخوا تېره ورځ د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو د زرنج ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه د پينځه کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.