کونړ او تخار کې ۱۶ تنه له ترهګرو طالبانو او داعش ترورېستي ډلې سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په "خاديخېلو" سیمه کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۰ تنه له داعش ترورېستي ډلې سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه یو میل وسله، یو شمېر مهمات او ځینې ارتباطي او تبلیغاتي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
همداراز تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې شپږ تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.