د هېواد په څلورو ولایتونو کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي، دوه ټپیان او درې نور نیول شوي
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل، غور، لغمان او بلخ ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد په څو بېلو عملیاتو کې اوه ترهګر طالبان وژلي، دوه یې ټپیان کړي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.
له دې منځه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی، د غور پر لویه لار درې ترهګر طالبان وژل شوي او بل یې ټپي دی، د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې دوه ترهګر او د لغمان په قرغهيي ولسوالۍ کې یو ترهګر طالب نیول شوي دي.