کندهار کې ۳۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي
تېره شپه د کندهار ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک او میانشین ولسوالیو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې دي.
د دې نښتو په ترڅ کې ۳۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور مرګوني ټپیان شوي دي.
له دې منځه په ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ ټپیان دي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي او همداراز په میانشین ولسوالۍ کې هم ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.