پولیسو یو تالقان مېشتی د وژنې قضیې په تړاو نیولی

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۱۰:۵۴
01

د تخار ولایت پولیسو تېره ورځ د تالقان ښار یو اوسېدونکی د قتل قضیې په تور نیولی دی.
دا کس د تالقان ښار د یوه اوسېدونکي د وژنې په تړاو د لومړۍ امنیتي حوزې له اړوند سیمو نیول شوی دی.
تورن کس له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و.