جرمني له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره مرسته وکړه

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۹:۲۸
01

د جرمني هېواد شارژدافیر کریستوف پیلېکېس د جرمني - افغانستان د همکاریو په لړ کې پرون د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل له معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي سره لیدنه وکړه.
د دې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د جرمني هېواد پر همکاریو خبرې وشوې او د دې همکاریو په اډاڼه کې له کورنیو چارو وزارت سره د ۶۶۸۰ روغتیايي کڅوړو، ۱۶۱۰۰۰ معلوماتي بروشورونو او ۴۵۰۰ سټیکرونو چې د افغانستان په دواړو رسمي ژبو جوړ شوي، مرسته وشوه.
د کورنیو چارو وزارت د تعلمیاتو او پرسونل معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له ملي پولیسو سره د جرمني هېواد له همکاریو مننه او درناوی وکړ او ویې ویل، چې مرسته شوي توکي به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ملي پولیسو ټولو قطعو او جزوتامونو ته ووېشل شي.
د مرسته شویو روغتیايي توکو په هره کڅوړه کې د معلوماتي بروشورونو او سټیکرونو برسېره ۱۵ جوړې دستکشې، ۱۵ ماسکونه او ۵ ډيټول صابونونه شامل دي.