هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وضعیت وارزول شو
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وضعیت د یوې غونډې په ترڅ کې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې معین انجینیر محمد هاشم اورتاق، له نشه يي توکو سره د مبارزې یو شمېر رییسانو او چارواکو هم ګډون کړی و، وارزوه.
د دې غونډې په ترڅ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملي پولیسو پر لاسته راوړنو، ننګونو او فعالیتونو بحث او خبرې وشوې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د نشه يي توکو د لویو قاچاقبرانو او پلورونکو د نیولو په اړوند عملیاتو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو فعالیتونه وستایل او د چارو د ګړندي کېدو لارښوونه یې وکړه.
محمد مسعود اندرابي زیاته کړه، چې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او وېش شبکو له منځه وړل او پر وړاندې یې مبارزه د کورنیو چارو وزارت دکاري چارو په لومړیتوبونو کې ده او کورنیو چارو وزارت پدې برخه کې پر مبارزې ژمن دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تېرو دوه میاشتو په لړ کې په کابل کې د نشه يي توکو د لومړی او دویمه درجه قاچاقبرانو او نشه يي توکو د پلورونکو د نیولو په برخه کې د ملي پولیسو هڅې د منلو وړ وبللې او ټینګار یې وکړ چې د نشه يي توکو د شبکو د نیولو په برخه کې باید ګامونه ګړندي او له هېڅ راز هڅو ډډه ونشي.