هرات کې د نشه يي توکو یوه لویه محموله کشف شوه
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هرات -اسلام قلعه پر لویه لار د "سرک بای پاس او پولیس راه" په اړوند سیمو کې د نشه یي توکو ۱۲۹ کیلوګرامه محموله کشف او ترلاسه کړه.
یاد نشه یي توکي د کرستال له ډوله دي او قاچاقبرانو غوښتل د هرات ولایت مرزي ولسوالیو ته یې ولېږدوي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو شپږ تنه له یو میل وسلې او دوه عرادو موټرو سره یو ځای نیولي دي.