هرات کې دوه تنه د قتل قضیې په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت پولیسو هغه کس نیولی چې څه موده دمخه یې د کاپيسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ درې اوسېدونکي وژلي وو او بیا له سیمې تښتېدلی و.
یاد کس د کاپیسا ولایت د پولیسو د خبر ورکولو او د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د هڅو په پایله کې له پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
همداراز د هرات پولیسو په هرات ښار کې یو بل قاتل هم نیولی دی.
یاد کس څه وخت دمخه د ادرسکن ولسوالۍ دوه اوسېدونکي وژلي وو او له هغې وروسته د پېښې له سیمې تښېدلی و، چې بلاخره له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د عملیاتو په لړ کې نیول شوی دی.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړوند بنسټ ته سپارل شوي دي.