د افغانستان د بشري سرچینو او تنخوا سیسټم (اپس) غونډه

moiadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۷ - ۱۵:۵۶
moi

د افغانستان د بشري سرچینو او تنخوا سیستم (اپس) غونډه د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د سیسټیکا ادارې مرستیال جنرال بردن او د کورنیو چارو وزارت زیربطو چارواکو ګډون درلود.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي د اپس له سیسټم څخه د کارکوونکو په ګټنې خبرې وکړې او وویل، چې د دې سیسټم لپاره ځانګړي روزل شوي کسان باید وارزول شي او هغه کسان چې له سیسټم د ګټنې په برخه کې پاتې راځي؛ بیاځلي زده کړه ورکړل شي او یا له معادله بستونو سره بدل کړل شي.

د دې ترڅنګ د سیسټیکا ادارې مرستیال جنرال بردن هم د اپس سیسټم له پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اپس سیستم د حاضرۍ، تنخوا، امتیازونو، تقاعد او په پرمختللې توګه د راپور د ورکولو وړتیا لري او په دې برخه کې به مرستندویه ادارې له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ ونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت د شفر په اساس د اپس سیسټم بستونو پرسونل باید بدل نه شي او د ۳۶ میاشتو لپاره په خپل ځای پاتې شي.

د دې ترڅنګ مالي چارواکو ته دنده وسپارل شوه، تر څو په آزمویښتې ډول د تنخواو لېږد د اپس په سیسټم کې وآزمايي او شته ستونزې له منځه یوسي.