کابل او کندهار هوايي ډګرونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیسو دوه تنه چې یو شمېر نشه يي توکي یې په سفري بکسونه کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې قاچاق کړي؛ نیولي دي.
همداراز د کندهار د احمد شاه بابا د نړیوال هوايي ډګر منسوبینو هم دوه تنه چې ۵۰۸ ګرامه هیرویین یې د کپسول په بڼه په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر هېوادونو ته یې قاچاق کړي، نیولي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.