بلخ کې د وسایطو څلور حرفوي غله ونیول شول
د تېرو دوه اونیو په لړ کې د بلخ پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسایطو د دوه حرفوي ډلو څلور غړي نیولي دي.
دا عملیات چې د بلخ ولایت د لومړۍ، شپږمې او اومې امنیتي حوزو د منسوبینو لخوا ترسره شوي، په پایله کې يې نهه عرادې غلا شوې واسطې ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د تېرو دوه اونیو په لړ کې د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو له نامسووله وسله والو څخه ۱۷ میله بېلابېلې وسلې هم کشف او ضبط کړې او حاملین یې اړونده بنسټونو ته سپارلي دي.