افغانستان او پاکستان د نشه يي توکو له پلور او قاچاق سره د ګډې مبارزې هوکړه لاسلیک کړه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او پاکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه او همداراز د نشه يي توکو له پلور او قاچاق د مخنیوي په موخه هوکړه لاسلیک کړه.
یاده هوکړه د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت له نشه يي سره د مبارزې د معین محمد هاشم اورتاق او د پاکستان د نشه يي توکو د کنټرول وزارت دبیر احمد جاوېد سلیمي تر منځ لاسلیک شوه.
د دې هوکړې له مخې پاکستان ژمن دی څو له نشه يي توکو سره د مبارزې، د تولید او پلور له مخنیوي برخو کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې پدې هوکړه لیک کې له نشه يي توکو سره د مبارزې، له تولید او قاچاق د مخنیوي او کموالي لارې چارې ښودلی شوې؛ چې له مخې به یې کار وشي.