کابل کې د پاکستان سفارت ته نږدې دوه کمېشن کاران ونیول شول
د کابل ښار د څلورمې ناحیې له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو پاکستان سفارت ته نږدې دوه کمېشن کاران نیولي دي.
یادو کسانو تېره ورځ مراجعین دوکه کول او په دې پلمه چې ویزه به ژر ترلاسه کړي؛ پیسې یې ترې اخیستې.
د دې کسانو دوسیې اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.