د جرمونو په کمولو کې د دیني عالمانو نقش د پام وړ دی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۲:۳۷
9

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ښار د دیني عالمانو شورا له رییس او غړو، د جوماتو، حسینیاوو او تکیه خونو له مشرانو سره د جرمونو د کموالي په اړه بحث او خبرې وکړې او د جرمونو د ټیټولو په برخه کې یې د دوی نقش د پام وړ بللی دی.

محمد مسعود اندرابي دیني عالمان د افغانستان اسلامي ټولنې معنوي پولیس یاد کړل او په ټولنه کې يې د جرمونو د ټیټولو په برخه کې د دوی نقش مهم یاد کړ.

ښاغلي اندرابي د هېواد د دیني عالمانو د دریځ د اوچتوالي د یادولو سربېره له دوی وغوښتل، چې د جوماتونو او مجلسونو له لارې دې ځوانانو ته انګېزه ورکړي؛ څو د جرمي کړنو له دنیوي او اخروي پایلو خبر شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د علماوو شورا د چارو انسجام ستر سلاکار الحاج مولوي رحیم الله عزیزي د امنیت ساتنې او قانون تنفیذ په برخه کې د افغان پولیسو خدمات او هڅې د ستاینې وړ وبللې او ویې ویل، چې د خلکو د مال او ځان ساتنه یو دیني او شرعي ارزښت دی؛ چې افغان ځواکونه یې په پوره مېړانې او سرښندنې ساتي.

بلخوا شیخ القرآن قاري عبدالکبیر حیدري وویل، چې له جرمونو سره مبارزه یوازې د پولیسو کار ندی او ټینګار یې وکړ چې د پولیسو تر څنګ خلک او په ځانګړې توګه دیني عالمان او د ښوونځیو او مدرسو ښوونکي دنده لري؛ څو پدې برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکړي.

دا غونډه د جرمونو د عواملو د پېژندلو او همداراز د خلکو او پولیسو تر منځ د همکارۍ روحیې د زیاتوالي او ټینګښت په هدف جوړه شوې وه.