پولیسو په څلورو ولایتونو کې پنځه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي
ملي پولیسو په تخار، هرات، کاپیسا او نیمروز ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د موټر او مالونو د غلا او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
د تخار ولایت د تالقان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس چې په وسله والو غلاوو، زورواکۍ، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په اخلال کې لاس درلود؛ له پولیسو سره تر نښتې وروسته له یو میل کلاشینکوف سره یو ځای نیول شوی دی.
د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په نتیجه کې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له اړوند سیمو یو کس له یو عراده غلا شوي موټر سره یو ځای نیول شوی دی.
د هرات ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې له اړوند سیمو یو تن چې څو موده دمخه یې یو هرات مېشتی د چاقو ضربې په وسیله ژوبل کړی و او له هغه یې پیسې او نور قیمتي مالونو وړي وو؛ د پولیسو لخوا نیول شوی او یاد کس خپل جرم هم منلی دی.
د نیمروز ولایت د مرکز اړوند زرنج ښار کې یو کس د هټیو د مالونو د غلا په تړاو نیول شوی دی.
پولیس ورځ تر بلې کوښښ کوي؛ څو د خلکو لپاره د عامه امن او نظم په ټینګولو کې رغنده ګامونه پورته کړي.