د کورنیو چارو سرپرست وزیر د سوداګرو او ترانسپورتي شرکتونو له بېلابېلو ټولګیو سره وکتل

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۱۹:۳
01

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر سوداګرو او د ترانسپورتي شرکتونه له چارواکو سره کتلي او د دوی د امنیت ټینګولو پر څرنګوالي يې بحث او خبرې کړې دي.

په غونډه کې د هېواد د سوداګرو ټولنې او د سوداګرۍ خونې استازو د ټولو په استازیتوب، د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ له اصلاحي برنامو ستاینه وکړه.

سوداګرو او صنعتکارانو د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له کړنو د خوښي څرګندولو سربېره؛ د کورنیو چارو له سرپرست وزیره وغوښتل، څو د هېواد د لویو لارو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

محمد مسعود اندرابي د دې ټکي په بیانولو سره چې د پولیسو یوه اساسي دنده د خلکو له مال او ځان ساتنه ده، وویل چې د هېواد د سوداګرو امنیت ساتنه هم د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټينګار وکړ چې د یوه ملي پولیس منسوب یو ناوړه چلند به د ټولو ملي پولیسو کړنې، سرښندنې او لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د مفسدو څېرو په پېژندنه او ګوښه کولو کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او همداراز د ملي پولیسو په لیکو کې د پولیسو له برم، عزت او غروره به ساتنه او پالنه وکړي.