کابل کې څلور حرفوي چپاولګران ونیول شول

د کابل پولیسو د دوه بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې څلور حرفوي مجرمین د چپاولګرۍ په تړاو نیولي دي.
یاد کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، چې بلاخره د کابل ښار د اومۍ او دیارلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
د یادو کسانو له ډلې درې تنه د کابل ښار په دشت برچي سیمه او یو کس له یو میل تفنګچې سره یو ځای د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
دې کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د اومې، دیارلسمې او اتلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې په بېلابېلو جنايي قضیو په تېره بیا په وسله والو غلاوو او د عامه قیمتي توکو په شکونو او چپاول کې لاس درلود.
د کابل پولیس له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې په جدي توګه کار کوي او د قانون منګلو ته د مجرمینو د سپارلو او د کابل مېشتو لپاره د امن فضا رامنځته کولو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.