پولیسو ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۰:۵۴
5

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کندز، نیمروز، تخار، هرات او فاریاب ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د کندز ولایت د مرکز او علي اباد ولسوالۍ له اړوند سیمو اووه تنه د یو شمېر نشه يي توکو د قاچاق په تړاو چې په نس او دوه عرادو وسایطو کې یې ځای پر ځای کړي وو؛ د نیمروز ولایت د زرنج ښار په شاوخوا سیمو کې دوه تنه د یو شمېر نشه يي توکو د پلور؛ د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ له اړوند سیمو دوه تنه د یو شمېر نشه يي توکو د قاچاق په تړاو چې په یو عراده سراچه ډوله موټر کې يې ځای پر ځای کړي وو؛ د هرات ولایت په نړیوال هوايي ډګر کې یو کس چې یو شمېر هیرویین یې په خپل نس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې قاچاق کړي او بل کس د هرات ښار د ۱۳مې ناحیې له اړوند سیمو د نشه يي توکو د پلور او همداراز د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې هم یو تن د یو شمېر نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د هیرویینو، شیشه، چرسو، کېمیاوي موادو او امفتامینو له ډوله هم کشف او ترلاسه شوي دي.