کابل کې امین الله مشهور په عیان د سازمان شویو جرمونو په تور ونیول شو
تېره شپه کابل ښار کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې امین الله مشهور په قومندان عیان د سازمان شویو جرمونو په تور نیول شوی دی.
قومندان عیان د لسګونه جریبه ځمکو په غصب، وسله والو غلاوو او زورواکۍ تورن و، چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.
له یاد کس څخه درې میله کلاشینکوفونه هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.