تخار کې ۱۰ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي
له تېرې ورځې راپدېخوا امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپيان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د دشت قلعه ولسوالۍ ۱۰ واړه او لوی کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاک شوي او د نظامي ځواکونو عملیات به په دې سیمه کې د ترهګرو تر بشپړې پاکونې دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې د ترهګرو یو عراده موټر او اووه عرادې موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.