بادغیس کې درې تنه د جنسي تېري په تور ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۶:۱۶

د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو درې تنه پر یوې لس کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور نیولي دي.
د مرغومي په پنځمه نېټه د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو د شمال دریا کلي په اړوند یوه دیني مدرسه کې پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی و؛ چې د پولیسو د پلټنو او څېړنو په پایله کې د یادې مدرسې درې تنه زده کوونکي د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یاده قضیه د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې ده.