سمنګان کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۱:۲۰
5

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو د ایبک ښار له اړوند سیمو د یو لړ هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وژنې او دوه تنه د یو عراده سراچه ډوله موټر د غلا په تړاو نیولي دي.
یاد کسان به تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژندل شي.