فاریاب کې د ترهګرو طالبانو یو ماین جوړوونکی ووژل شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۰:۱۶
8

تېره ورځ د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو ماین جوړوونکی وژل شوی دی.
یاد کس غوښتل په خپل لاس جوړ شوی ماین یې د یوه موټر په وسیله بلې سیمې ته ولېږدوي، چې د لارې په منځ کې پرې چاودلی.
د یادونې وړ ده چې د هلمند ولایت پولیسو د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د ترهګرو طالبانو څو کړۍ ماینونه چې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف یې ځای پر ځای کړي وو؛ کشف او له منځه وړي دي.