هلمند کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۱:۰
y

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په سیداباد سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د دې نښتې په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادې نښتې په لړ کې ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.