تخار کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي ډلمشر په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲ - ۱۲:۴۸
7

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ په نواباد کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي ډلمشر "قاري فیض" په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر مهمات او نظامي تجهیزات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.