ننګرهار کې ۱۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۰:۱۹
5

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۸۷ کیلو ګرامه چرس او شپږ کیلو ګرامه هیرویین کشف او ترلاسه کړي دي.
ضبط شوي چرس په درېیو عرادو سراچه ډوله موټرونو کې ځای پر ځای شوي وو، چې د پولیسو لخوا ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.