بغلان کې یو نامسووله وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان شوي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۹:۳۹
8

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوې نامسووله وسله والې ډلې د نیولو په هدف یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نامسووله وسله والو دا څلور کسیزه ډله له پولیسو سره نښتې او په پایله کې يې یو تن د پولیسو لخوا وژل شوی او درې نور یې ټپيان شوي دي.
له دې کسان څخه یو میل راکټ له نهه ډزو ګولیو سره، یو میل کمري وسله، لاسي بمونه، د سپکو وسلو سلګونه ډزه ګولۍ او یو شمېر نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دې ډلې په نهرین ولسوالۍ کې په وژنو، زورواکۍ او وسله والو غلاوو کې لاس درلود.