خوست کې د وسلو او مهماتو یوه لویه ډیپو کشف او ترلاسه شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۱۴:۲۶
8

امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوست ښار په اړوند سیمو کې د بېلابېلو وسلو او مهماتو یوه لویه ډیپو کشف او ترلاسه کړې ده.
پدې مهماتو کې ۲۴۲ ډزه د هاوان ګولۍ، ۵۶ ډزه د مزایل ګولۍ،۸۲ بکسې د دهشکې ګولۍ، ۳۸۰ دانې سرګلولې، ۵۰ کړۍ بېلابېل ماینونه،۲۵۰ حق السوق، ۳۰۰ ډزه د دهشکې ګولۍ، د پاس لګت 30B ډزه، ۶۲ د راکټ حق السوق، ۷۱ ډزه د راکټ ګولۍ او شپږ ډزه د ۸۲ ملي متري توپ ګولۍ شامل دي.
د یاونې وړ ده چې د یادې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي خو په سیمه کې پلټنې راونې دي.