فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د مرکز په "ګرجي" کلي کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
نیول شوی کس د بالا بلوک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې په پشترود ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمو کې یې په بېلابېلو ترورېستي پېښو او فعالیتونو کې لاس درلود.
یاد ترهګر د لومړنیو څېړنو پر مهال د بېلابېلو ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهي او پر امنیتي پوستو بریدونو اعتراف کړی دی.