ننګرهار کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۱:۳۴
9

تېره ورځ د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې دوه تنه د نهمې حوزې له اړوند سیمو د ۱۲۵ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تور چې په یو عراده لېږدوونکې واسطې کې ځای پر ځای کړي وو او دوه تنه نور د اوومې حوزې له اړوند سیمو د یو شمېر نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.