ننګرهار کې د داعش ترهګرو یو مهم غړی ونیول شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۴:۳
7

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ په دامان کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د داعش ترهګرو یو مهم غړی نیولی دی.
همداراز د دې عملیاتو په لړ کې له دې سیمې یو کس داعش ډلې ته د اسانتیاوو د برابرولو په تور هم نیول شوی دی.
له یاد کس څخه یو شمېر نظامي تجهیزات او جنګي تسلېحات چې څو میله کلاشینکوفونه هم پکې شامل دي، د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.