کندز کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۲:۴۱
ل

کورنیو چارو وزارت په کندز کې د ترهګرو طالبانو د تېرې ورځې ترهګریز عمل چې د ۱۳ تنو ملکي خلکو د شهادت لامل شوی، په کلکو ټکو غندي او د ترورېستانو دا نه بښوونکې کړنه جنګي جنایت او ضد بشري عمل ګڼي.

تېره ورځ ورځ مازدیګر مهال د ملکي خلکو یوه لېږدوونکې واسطه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ څخه د امام صاحب پر لور روانه وه، چې د "امام الدین" په سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین هدف وګرځېده او په ترڅ کې یې د دې واسطې ډېری سورلۍ په شهادت ورسېده.

د دې ترورېستي پېښې له امله د پنځو ښځو، اووه ماشومانو او یوه سپین ږیري کس په ګډون ۱۳ ملکیان شهیدان شوي او دوه نور ټپيان دي.

ترهګرو طالبانو په وار-وار کوښښ کړی څو پر عامه لارو د ماینونو د ځای پر ځای کولو په وسیله ملکي مرګ ژوبله او ترورېستي پېښې ترسره کړي.

په همدې حال کې ملي پولیس هم ورځ تر بلې کوښښ کوي، څو د ترهګرو ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه یوسي.

د روان کال په لړم میاشت کې پولیسو د هېواد په کچه ۵۸۱ کړۍ ماینونه کشف او له بېلابېلو ترهګریزو پېښو یې مخنیوی کړی دی.

کورنیو چارو وزارت د دې پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او کورنیو ته یې د لوی زغم او صبر غوښتنه کوي.