پولیسو ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۰:۳۱
5

د تېرو دوه ورځو په لړ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په شپږو ولایتونو کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه له ننګرهار، یو تن له خوست، یو تن د لغمان ولایت له قرغه يي ولسوالۍ، یو تن د دایکندي له مرکز، یو تن د هرات ښار د شپږمې حوزې له اړوند سیمو او دوه تنه له فاریاب ولایت څخه نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه لسګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي، یو میل وسله او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
همداراز له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د بامیان ولایت د مرکز اړوند په زرګران کلي کې د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې.
د یادونې ده چې د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.