کندز کې ۱۲ ترهګر طالبان ووژل شول

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونو په کندز ولایت کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي او دفاعي ځواکونه د کندز ولایت د مرکز اړوند په قهوه خانه او تلوکه کلیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په لړ کې یې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
پدې نښته کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.