کونړ کې درېیو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۸:۵۷
8

تېره ورځ د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په موڼی سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې سخت ټپي شوی دی.
د دې نښتې پر مهال د ترورېستي فعالیتونو په تړاو دوه شکمن کسان هم د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د یادونې ده چې پدې نښته کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې یو امنیتي سرتېری هم شهادت رسېدلی دی.