کندهار کې ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
uj

د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په پایله کې شلغمي، قلعه شاه میر او جرخشک کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
 د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو اته پټنځایونه له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره او همداراز له ۱۷ کړۍ ماینونو سره کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې د دې عملیاتو په لړ کې ملکي خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.