ننګرهار کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ له اړوند سیمو د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
له یاد کس څخه ۳۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله ضبط شوي، چې په یوه موټر کې یې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو.