غزني کې نږدې ۱۰۰ ټُنه نشه يي توکي کشف او له منځه یوړل شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۰:۲۳
7

تېره شپه له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو له هوايي ځواکونو سره یو ځای د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په "زویج او شاګل خېلو" کلیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۸۰ ټُنه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او له منځه وړي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې نشه يي توکي سوځول شوي او پدې سره ترهګرو طالبانو ته درنه مالي ضربه اوښتې ده.