فاریاب کې یو ترهګر طالب ونیول شو

پولیسو د فاریاب ولایت د میمنې ښار د درېیمې ناحیې له اړوند سیمو د ترهګرو طالبانو یو مهم او کلیدي غړی نیولی دی.
نیول شوي ترهګر په ترورېستي پېښو په ځانګړې توګه په یاد ولایت کې د ماینونو پر ځای پر ځای کولو کې لاس درلود.
یاد ترهګر طالب په پشتونکوت ولسوالۍ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې ټپي شوی او د درملنې په موخه د فاریاب مرکز ته لېږدول شوی، چې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.