پولیسو له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۹:۱۰
6

ملي پولیسو په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ماینونه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار په پیرباغ او څپړۍ سیمو، یو کړۍ ماین د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په مست کلي او یو کړۍ ماین د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یې د لویې لارې پر مسیر ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې پکتیا کې د ترهګرو طالبانو یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.