هلمند کې نږدې ۱۳۰۰ ليتره کېمياوي توکي کشف او ضبط شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۶:۶
01

د هلمند ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۱۲۸۰ ليتره کېمياوي توکي کشف او ضبط کړي دي.
دا توکي "اسيتيک انهايدرايد" نوميږي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګ جبار سيمه کې له يوې لېږدوونکې واسطې څخه کشف او ترلاسه شوي دي.
له يادو توکو څخه د نشه يي توکو په جوړولو کې استفاده کېږي.
د يادونې ده چې د دې قضيې په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.