پکتیکا کې ۱۷۲ تنه افسرانو او ساتنمنانو له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل

نن د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ په ښونیزو مرکز کې د ۱۷۲ تنه افسرانو او ساتنمنانو فراغت غونډه جوړه شوه.
پدې فراغت غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي، د امنیت آمر او د ځینو ولسوالیو یو شمېر قومندانانو ګډون کړی و.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي شېربادشاه ارګوني فارغ شویو افسرانو او ساتنمنانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې له خپلو مسلکي زده کړو په استفادې باید د خلکو لپاره د امنیت د ټینګولو په برخه کې هڅه وکړي او له ځانه مسلکي چلند وښيي.
د پکتیکا ولایت د امنیت آمر مسعود بابکرخېل پولیس د دې خاورې رښتینې بچیان یاد کړل او ویې ویل، چې د پولیسو سرښندنې د ستاینې وړ دي او خلک باید د پولیسو سره خپله همکاري او همغږي لا زیاته او غښتلې کړي.
د یادونې ده چې په یادو فارغ شویو کې ۱۴۵ تنه یې ساتنمنان او پاتې نور یې هغه افسران دي، چې مخکې زده کړې نه وې بشپړې کړې او اوسمهال له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته په لوړو زده کړو سمبال شول.