سرپل کې لسګونه ماینونه کشف او ګڼ شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۹:۷
c

تېره ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو له پیل سره سم د سرپل ولایت ګڼ شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او د ترهګرو طالبانو لسګونه کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ۵۰ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړل شوي او همداراز د طالبانو یو شمېر نظامي تجهیزات، جنګي وسایل او نهه عرادې موټرسایکلونه هم د امنیتي او دفاعي ځواکونه لاسته ورغلي دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو پدې چاڼیزو عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو درې اډې په بشپړه توګه له منځه وړې او د سرپل د مرکز اړوند بغاوي علیا، بغاوي سفلا، بغاوي افغانیه، بغاوي ازبکیه او بغاوي بلوچ کلي یې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
د دې چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ترهګریزو پېښو په تړاو نهه شکمن کسان هم نیول شوي دي.
 د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.