پولیسو ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۰:۸
3

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تېرو دوه ورځو عملیاتو په لړ کې له اتو ولایتونو څخه ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه پنځه تنه له خوست، دوه تنه له زابل، درې تنه له هرات، درې تنه له لغمان، دوه تنه له ننګرهار، یوه ښځه له تخار، یو تن له نیمروز او یو تن د کندهار ولایت له هوايي ډګر څخه د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه څو کیلو ګرامه نشه يي توکي د شیشه، تریاکو او چرسو له ډوله او همداراز یو شمېر کېمیاوي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.